Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو برید کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

رویټرز نن په يوه راپور کې د پاکستان د درېیو امنیتي سرچینو له قوله لیکلي چې تېره شپه د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې وسله‌والو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.

سرچینې ویلي چې په دغه برید کې د پاکستان شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ په ۱۱مه هم د خیبر پښتونخوا  په بنو کې په یوه برید کې د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر شاه‌ ولي‌الله په ګډون څلور کسان وژل شوي وو او د دوو پولیسو په ګډون درې نور ټپیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.