Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

میمنه (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د فاریاب امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ پېښه پرون مازدیګر د میمنې ښار د پنځمې ناحیې په «پریدګاه» ګذر کې شوې چې یوه ټېلري موټر یوه ۲۴ کلنه ښځه وهلې او مړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه موټر چلوونکی نیول شوی دی.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په دویمه پېښه کې چې د میمنې ښار په «تکلي‌خانه» ګذر کې شوې، یو ۱۲ کلن ماشوم موټرسایکل وهلی او مړ شوی او د موټرسایکل چلوونکی له سیمې تښتېدلی خو پلټنه یې روانه ده.

سرچینه زیاتوي، پرون ماښام د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې یو خاور بنز موټر له سوزوکي موټر سره ټکر کړی چې له امله یې د سوزوکي موټر چلوونکی مړ شوی او د خاور موټر چلوونکی نیول شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.