Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د ثبات، امنیت او اقتصاد په برخو کې د ا.ا لاسته‌راوړنې ستایلې او په هېواد کې د لویو بهرنیو شرکتونو د پانګونې راجلبولو په موخه یې د افغانستان او دې ټولنې ترمنځ د همکاریو د لا ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي ژیل برټران د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر ژیل برټران ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بشري همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د دې اتحادیې د مخیکني استازي د کار ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې برټران په افغانستان کې د ثبات، سراسري امنیت او اقتصادي پرمختګ په تامین او دغه‌راز د میلیونونو راستنو شوو افغان کډوالو په منلو کې د ا.ا څلور کلنې لاسته‌راوړنې ستایلې او له افغانستان سره یې د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د سرچینې په خبره، هغه په ​افغانستان کې ​اقتصادي برخې، په ځانګړې توګه د افغانستان خصوصي سکټور ته د اروپايي ټولنې د زیاتې پاملرنې او همکارۍ یادونه هم کړې او په افغانستان کې یې د لویو بهرنیو شرکتونو د پانګونې راجلبولو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې مولوي امیرخان متقي په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت له خوا د لویو پروژو د پیل یادونه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان د پرمختګ لپاره د یوناما د مثبتو اقداماتو غوښته کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په پای کې دواړو لورو د همکاریو او دې ته د ورته ناستو پر دوام ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.