کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د هېواد په کچه د دولتي ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ «د ریاضیاتو او ساینس المپیاد»سياليو کې د پروان ولایت زدهکوونکو لومړی، د کاپيسا دويم او د میدانوردګو ولایت زدهکوونکو درېیم مقام خپل کړ.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه علمي سیالۍ لومړی په ولایتونو کې د ټولو اړوندو ښوونیزو مرکزونو په کچه ترسره شوېچې تر له کره ارزونو وروسته له ټولو ولایتونو څخه د ۴۵ زدهکوونکو ساینسي پروژې غوره وبلل شوې او د هېواد په کچه یې علمي سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د یاد وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رییس مولوي اولګل ایوبي نن کابل کې د یادو سياليو په پای غونډه کې د ټکنالوژي په برخه کې د زدهکوونکو نوښتونه او هڅې وستایلې او ویې ویل: «د ملک دفاع په علم کېږي، ملک یوازې په علم سره ساتل کېږي، د نجات لار مو علم ده، بالخصوص ساينسي علوم.»
هغه زیاته اکړه، تر هراړخیزې ارزونې وروسته درېيو زدهکوونکو؛ له پروان څخه ثناءالله لومړی مقام، له کاپیسا څخه فرهادالله دویم مقام او له میدانوردګو څخه محمدایاز درېیم مقام خپل کړ.
یادو زدهکوونکو ټولو زدهکوونکو ته ستاينليکونه او یو – یو لپټاپ کمپيوټرو ورکړل.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغتالله وصیل په نننۍ غونډه کې وویل چې افغانان په هره برخه کې پياوړي استعدادونه لري، که نړۍ افغانانو ته نړۍوالو المپيادو کې د ګډون حق نه ورکوي باید خپل همت له لاسه ورنه کړي.
دی وايي: «نوښتګر ته باید په درنه سترګه وګورو، پر هغه باید پانګونه وکړو، هغوی ته اسباب مهیا کړو، هغه ته باید داسې اسباب او وسایل مهیا کړو چې نور هم مخته ولاړ شي؛ هغه تشويق کړو او هغه ته شاباسی ورکړو.»
د دغه وزارت د اسلامي زدهکړو مرستیال مولوي کرامتالله آخندزاده وویل چې اسلام د علم په ترلاسه کولو ټینګار کړی؛ ځکه د ټولنې معیار په پوهه کې نغښتی دی څو د دغه معیار پر مټ دنیوي او اخروي بریاوو ته ورسېږي.
هغه وویل: «اسلام پر علم باندې ډېر ټينګار کړی، د قرانکريم په مختلفو ايتونو کې د علم پر زده کولو ډېر ټينګار شوی، علت یې همدا دی چې اسلام دا خپل حقانیت خلکو ته د علم په رڼا کې وښيي.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت، د نوښتګرو زدهکوونکو هڅې وستایلې او له ځوانانو یې وغوښتل چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي وویل چې علم د یو هېواد ځواک او قوت دی او ډاډ یې ورکړ چې افغان زدهکوونکي او ځوانان به ډېر ژر د علم او ټکنالوژي په برخه کې لوی پرمختګونه او نړۍوال مقامونه ترلاسه کړي.
کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې دوکتور سیدروحالله حيسني وویل، د دې ډول سياليو ترسره کولو ځوانانو ته ځواک وربښي او د راتلونکې په اړه د هغوی هيلې راټوکوي.
دی وايي: «هېوادونه باید په علم سمبال شي، موږ او تاسو باید پر خپلو ځوانانو اعتماد وکړو او موږ باید د خپل ځان د علمي پرمختګ لپاره لارې چارې برابرې کړو.»
کابل کې د افغانترک د معارف بنیاد استازي دکتور احمد چلین وویل، اسلام د علم په ترلاسه کولو امر کړی او دوی هم په پوره ویاړ سره د افغان ځوانانو په روزنه کې ونډه اخيستې او دا لړۍ روانه ده.
هغه زیاته کړه، دوی هم د افغان ځوانانو د وړتیاوو د لا ځلولو په موخه ورته المپيادونه جوړ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP