پلعلم (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د «یواېناېچسيار» له لوري د څه باندې ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه سړه خونه جوړېږي چې د ۳۰ ټنه محصولاتو د ساتنې ظرفیت به ولري.
د لوګر د کډوالو چارو آمر مولوي محمدمسعود اخندزاده په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، یاده سړه خونه د ۹۳ زره ډالرو په لګښت د یوې پوړیزې ودانۍ په بڼه جوړېږي او تمه ده چې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د محمدآغې ولسوال قاري صبغتالله تقوا وویل، د یادې ولسوالۍ شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او سړه خونه د هغوی له اساسي اړتیاوو څخه ده.
نوموړي وویل، محمداغه ولسوالي د کابل په دروازه کې موقعیت لري خو په تیرو څو کالونو کې ورته هیڅ راز پاملرنه نه ده شوې او اړتیا ده چې د حکومت سربېره نړۍوالو بنسټونه هم ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.
همدارنګه، د محمداغې ولسوالۍ یوه بزکر کریمالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان(UNHCR) له لوري ورته د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په پار سړه خونه جوړېږي.
خو نوموړی ټینګار کوي چې دغه سړه خونه د محمداغې د بزګرانو لپاره بسنه نه کوي او اړتیا ده چې ورته سړي خونې نورې هم جوړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP