Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر ۳۰۰ بستریز روغتون کې د باکتریالوژي څانګه پرانيستل شوه

پل‌علم (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د نایب امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې په لومړي ځل د باکتریالوژي څانګه جوړه او پرانیستل شوه.

یاده څانګه نن د عامې روغتیا وزارت او د ځايي چارواکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدزرک ځیرک په دې غونډه کې وویل چې د دغه روغتون بېلابېلو برخو ته د ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت وسايل او تجهزات پېرل شوي چې له ډلې یې یوه د باکتريالوژي څانګه وه چې د شاوخوا ۶۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه او نن پرانیستل شوه.

هغه زیاته کړه، د دوی هڅه دا ده څو په دغه روغتون کې د لوګر ترڅنګ د میدان‌وردګو او نور سیمو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

دغه‌‌راز، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي یادې غونډې ته په خبرو کې وویل، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې به د دغه ولایت د روغتیا برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې د لوګر د نایب امین‌الله خان په ۳۰۰ بستریز روغتون کې د باکتریالوژي څانګه فعاله شوه او ډېر ژر به تخصصي برخه هم په‌کې فعاله او د ولسوالیو په کچه به معیاري روغتونونه جوړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.