Language

غور کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): غور کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغاینو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د چهارسدې ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر عبدالرشید رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژې د نړۍوال بانک په مالي او د «ډاکار» موسسې په تخنیکي مرسته د دې ولسوالۍ په «ګرګین، بادقُل او ګل‌خینج» کلیو کې پلې کېږي.

د رحیمي په خبره، د اوبو رسولو د دغو شبکو په بشپړېدو سره به د یادو کلیو ۱۰۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لارسی ومومي.

د چهارسې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دغو پروژو له پلېدو هرکلی کوي او وايي چې ګټې اخیستنې ته په سپارل کېدو سره به د څښاک اوبو ته د لاسرسي برخه کې د دوی ستونزې هوارې شي.

Related Topics