غزنيښار (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې د یو شمېر خصوصي سوداګریزو شرکتونو په همکارۍ د پرمختللو کرنیزو وسایل او تجهیزات نندارتون جوړ کړی دی.
دغه نندارتون د غزني د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د کروندګرو، د کرنې برخې کارپوهانو او ځايي مسوولینو په ګډون جوړ شوی چې پهکې د څاڅکي اوبولګولو سیسټمونه، د ځمکې هوارولو ليزري ماشینونه، د خاورې رطوبت معلومولو وسایل، سولري پمپونه او د تخم او سرې شیندلو ماشینونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د غزني د کرنې ریاست ویاند محمدزکریا هوتک په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د نندارتون موخه دا ده چې دودیز کرنیز سیسټمونه د علمي او عصري مېتودونو له لارې بدل او ښه شي.
هغه زیاته کړه، د نندارتون هدف د کروندګرو لپاره د نوې ټکنالوجۍ معرفي کول دي، څو کرنیز کارونه اسانه، د حاصلاتو اندازه زیاته، د اوبو لګښت کم او د بزګرانو کار لا اغېزناک شي.
نوموړي زیاته کړه، د نندارتون لپاره د وسایلو په برابرولو کې نږدې ۲ میلیون ډالر پانګونه شوې ده.
د پیر سعید په نوم د یوه خصوصي سوداګریز شرکت استازي عبدالوکیل متوکل وویل چې دوی هڅه کوي د کرنې د عصري کېدو په موخه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نوي او پرمختللي ماشینونه او تجهیزات وارد کړي.
د زراعتي وسایلو انجینر میلاد طالبي وویل چې د کرنیزو پرمختللو ماشینونو کارول د حاصلاتو په ډېرېدو کې مهم رول لري او باید دا وسایل لا پراخ شي.
د دغه نندارتون یوه ګډونوال عبدالرحیم پژواک ته وویل، دغه وسایل ډېر نوي دي او کولای شي په غزني کې کرنه له دودیز حالته عصري بڼې ته بوځي او موجودې ستونزې کمې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP