Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سهیل شاهین له ترکي او اروپايي چارواکو سره په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): په دوحه کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین له اروپايي او ترکي چارواکو سره په جلا لیدنو کې د دوه اړخیزو اړیکو، زده‌کړو، سوداګرۍ، د سیمې او نړۍ د سیاسي وضعیت او د اروپا او ترکیې له لوري په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

په قطر کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د اروپا د سولې انسټیټیوټ له لوړپوړي سلاکار پاتریک ډیوریس سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپا د اړیکو ترڅنګ د زده‌کړو، سولې، ثبات، سوداګرۍ، د نړۍوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور جوړونې، په افغانستان کې د اروپا د پانګونې، د سیمې او نړۍ د سیاسي وضعیت، نړۍ ته د افغانستان د عیني واقعیتونو بیانولو او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله شوي دي.

دغه‌راز، سهیل شاهین د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا له مسوول جهاد ارګینای سره هم لیدلي دي.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې هم د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د زده‌کړو، سوداګرۍ، د ترکیې له لوري په افغانستان کې د پانګونې، د سیمې او نړۍ د سیاسي وضعیت، نړۍ ته د افغانستان د واقعي حالت د تشریح او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.