چاریکار ( پژواک، ٢٩ لیندۍ ١٤٠٤): د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې نن د نهو ولایتونو د شاوخوا سلو لوبغاړو په ګډون د تکواندو د “مبارزې او پومسې” آزادې سیالۍ پیل شوې.
چارواکي وايي، د «سید مسعود کریمي» په نوم په دغو سیالیو کې د پروان، تخار، کابل، پنجشیر، کاپیسا، نورستان، پکتیا، غزني او بلخ ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی دی.
د پروان د تکواندو فدراسیون مشر شفیق الله قاسمي وايي، یاد شاوخوا سل لوبغاړي په لسو ډلو کې د غوره څېرو ټاکلو او بهرنیو سیالیو ته د ټاکلو لپاره سیالۍ کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په پروان کې دا درېیم ځل دی چې دا ډول سیالۍ تر سره کیږي.
د چاریکار ښاروال، حافظ رازمحمد یاسر، له لوبغاړو د ملاتړ ډاډ ورکړ او ويې ویل:” ډیر د خوشحالۍ ځای دی چې نن په پروان د ګڼ شمېر ولایتونو د ورزشکارانو کوربتوب کوو.”
ګډونوالو د سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه، او غوښتنه یې وکړه چې په بهرنیو سیالیو کې د ګډون زمینه ورته برابره شي.
د هغوی په وینا، دغه سیالۍ د ځوانانو د ودې او تجربو په زیاتولو کې مهم رول لري.
تیره جمعه هم په دغه ولایت کې د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP