Language

د پاکستان او عراق له زندانونو ۲۲۸ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان او عراق له زندانونو ۲۲۸ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن (پنج‌شنبه، د لېندۍ۲۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د عراق او پاکستان له زندانونو خوشي شوي دغه افغان کډوال روانه اونۍ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د لېږد د امریتونو په حواله ویلي چې ۲۲۴ افغانان چې دوې میاشتې په پاکستان کې بندیان وو، د سپین‌بولدک او ۴ نور چې درې میاشتې په عراق کې بندیان وو، د نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان د سپین‌بولدک او نیمروز د لېږ په امریتونو کې له ثبت او مرستې ترلاسه کولو د دغه وزارت د همکارو بنسټونو له لوري خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه هم ۱۹۰ افغان کډوال د پاکستان او عراق له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.