غزنيښار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۱ کسان نیول شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ سرپرست او د امنیت امر ملا محمدقاسم حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کسان د غلا، انسانتښتونې، انسانځورونې، د نشهیي توکو د قاچاق او کارونې، اخلاقي فساد، ګواښ، جعلکارۍ او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، هيچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د قانون خلاف کړنې ترسره کړي او د خلکو امنیت ګډوډ کړي.
د نوموړي په خبره چې نیول شوي کسان به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي، څو حکم پرې جاري شي.
حقمل وویل: «افغان ولس اوږده کړاوونه زغملي، نو زموږ مکلفیت دی چې د غزني خلکو ته د امن، ثبات او هوسا ژوند زمینه برابره کړو.»
نوموړی ټینګار کوي چې د جرمونو د مخنیوي، د قانون د حاکمیت او د ښاریانو خوندیتوب په موخه به امنیتي عملیات دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په غزني کې ۱۹ کسان د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو په تور یو ځای نیول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP