Language

د لوګر څرخ ولسوالۍ ته د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر د څرخ ولسوالۍ لپاره د شاوخوا ۱۷ میلیون افغانیو په مالي لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د یادې ودانۍ بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو ته وویل، د دې ودانۍ جوړول د خدماتو د ښه‌والي، د اداري نظم لوړېدو او د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کولو لپاره یو ارزښتناک ګام دی.

هغه زیاته کړه چې محلي اداره ژمنه ده چې په ټولو ولسوالیو کې اړین بنسټونه جوړ کړي.

د څرخ ولسوال مولوي شېراحمد حبیب وویل: «د څرخ خلک د غوره خدماتو مستحق دي، زه هڅه کوم چې په ټولو برخو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړم.»

همدارنګه د لوګر والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي پژواک ته وویل، دغه تعمیر به په دوو پوړونو کې په معیاري ډول د نهو میاشتو په موده کې جوړ شي.