کندهار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې سږ کال تر اوسه پورې له دغه ولایته بېلابېلو هېوادونو ته د لس میلیونه ۵۶۰ زره ډالرو په ارزښت نږدې ۲۳ زره ټنه انار صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم سږ کال د پاکستان لاره د انارو د صادراتو له پیل څخه لږه موده وروسته وتړل شوه، خو بیا هم ډېر انار پاکستان، هند، اوزبېکستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او ځينو نورو هېوادونو ته صادر شول.
د هغه په وینا، په کور دننه هم د انارو د جوس د تولید فابریکې جوړې شوې او دلته هم ډېر انار مصرفېږي.
هغه زیاته کړه: «سږ کال تر اوسه پورې له کندهاره نږدې ۲۳ زره ټنه انار صادر شوي دي. د سپین بولدک – چمن دروازې تر بندېدو مخکې پاکستان ته هم ډېر انار صادر شوي وو او له هغه وروسته هند، اوزبېکستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او ځینو نورو نږدې هېوادونو ته هم صادر شول.»
ده وویل، هیله لري چې په راتلونکو کلونو کې هم له پاکستانه پرته نورو بېلابېلو هېوادونو ته انار صادر شي او په کور دننه یې هم په فابریکو کې د کارولو بهیر زیات شي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال له خلکو وغوښتل چې د ودونو په صالونونو او نورو مراسمو کې د بهرنیو مېوو پر ځای انار او نورې ملي مېوې وکاروي، څو ګټه یې بڼوالو او نورو اړوندو کسانو ته ورسېږي.
د کندهار د تازه مېوو سوداګر وايي، د پاکستان لاره د دوی لپاره لنډه ده، خو دا چې دغه هېواد اکثره وخت د افغانستان د مېوو صادراتو ته ستونزې جوړوي، دوی نورې لارې غوره بولي، که څه هم ګټه یې لږه وي.
د کندهار د انارو یو سوداګر عبدالصمد په دې اړه وايي: «موږ له پاکستان سره پر نړۍوالو اصولو سمه سوداګري کوو، خو دغه هېواد هيڅ اصولو ته ژمن نه دی؛ زموږ مېوو ته یې تل ستونزې جوړې کړې، د مېوو په موسم کې دروازې تړي، نو ښه دا ده چې نورې لارې غوره کړو. که د پاکستان دروازه هر وخت تړلې وي هم، موږ ته به کومه ستونزه نه وي.»
یو بل سوداګر محمدالله وايي: «پاکستان تل له افغانانو سره دوهمخی چلند کړی؛ کله چې د افغانستان مېوې پخې شي، په بېلابېلو پلمو لارې بندوي، خو د دوی مېوې او ترانزیټي مالونه بیا د افغانستان له لارې تېرېږي.»
د سپینبودلک لارې له تړل کېدو سره سره اوس د کندهار انار په بازار کې ښه بیه لري او یو من (څلورنیم کیلوګرامه) انار له ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP