کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): نن په کابل کې د هېواد د ۱۱ ولایتونو د لوبډلو او یو شمېر بهرنیو ورزشکارانو په ګډون د وزلوبې اووم پړاو سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یما پطرول د وزلوبې اووم پړاو سیالیو کې د بدخشان، تخار، سرپل، سمنګان، بلخ، پنجشېر، بامیان، فاریاب، هرات، کندوز او بغلان لوبډلې برخه لري.
په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې د افغانستان د وزلوبې، نیزهوهنې او محلي لوبو ملي فدراسیون رییس سرور جلال وویل، د وزلوبې اووم پړاو سیالۍ نن پیل شوې چې پهکې له بېلابېلو ولایتونو ۱۱ لوبډلې برخه لري او لس ورځې به دوام ولري.
نوموړی وایي، په دغو سیالیو کې د قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان ۱۲ ورزشکارانو هم برخه اخیستې چې له بېلابېلو لوبډلو سره به لوبېږي.
په یاده غونډه کې د المپیک، بدنې روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل چې سږ کال د وزلوبې لیګ له نورو کلونو سره په توپیر ترسره کېږي او یو شمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون پهکې کړی دی.
هغه زیاته کړه چې ورزش تر بل هر وخت اوس ښه غوړېدلی او پرمختګ یې کړی دی.
نوموړي له خصوصي سکټور څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد د ورزش له ادارې او ورزشکارانو سره دې په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
د کابل والي ملا امین الله عبید وویل، د داسې دودیزو لوبو ترسره کول د ولسونو د عنعناتو ساتلو لپاره ډېرې مهمې دي.
هغه د المپیک، بدني روزنې او سپورټ له ریاسته غوښتنه وکړه چې داسې سیالۍ باید ډېرې ترسره شي څو دودیزې لوبې وده وکړي.
پهلوان ملک فهد چې په دغو سیالیو کې د سمنګان له لوبډلې سره لوبېږي، پژواک ته وویل چې دوی یادو سیالیو ته بشپړ چمتووالی نیولی او هڅه کوي څو د ټیم له ملګرو سره یوځای ښې لوبې ترسره کړي.
هغه زیاته کړه چې د داسې سیالیو ترسره کول په هېواد کې د وزلوبې ورزش د ودې لپاره ډېرې مهمې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP