Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ته د غوره شوو لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د تمریني کمپ او د کویټ د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې د دوو دوستانه لوبو لپاره د هېواد د فوټسال ملي لوبدلې ته ۱۷ لوبغاړي غوره شوي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې محمدجواد صفري، علي‌رضا جعفري او علي‌احمد محسني د لوبډلې د ګول‌ ساتونکو په توګه غوره شوي دي.

دغه‌راز، مهدي نوروزي لوبډلمشر، حمیدرضا حسيني، خداداد ابراهیمي، رضا حسین‌پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، سید مرتضی حسيني، سید مجتبی حسيني، سید حسین موسوي، محمدرضا کریمي او عباس حیدري د غوره شوو لوبغاړو په ترکیب کې شامل دي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لپاره پنځه ورځنی تمریني کمپ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۸مې تر ۲۳مې نیټې پورې د کویټ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د یاد تمریني کمپ په لړ کې به دوه دوستانه لوبې هم د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د کویټ د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یاد تمریني کمپ هدف د فوټسال ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د ملي لوبغاړو چمتووالی بللی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.