کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي چې په روانه اونۍ کې په هېواد کې د ښځو اړوند ۶۶ شرعي قضیو ته د رسېدنې ترڅنګ په هلمند او نیمروز کې ۲۰۰ رواني ناروغان هم پېژندل شوي او د درملنې لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندل شوي دي.
د امر بالمعروف وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت محتسبینو د ټولنې د رواني روغتیا د تامین برخه کې هلمند او نیمروز کې څه باندې ۲۰۰ رواني ناروغان پېژندلي او د درملنې او د اړتیا وړ پاملرنې لپاره یې د سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته معرفي کړي دي.
سرچینې لیکلي چې د روانې اونۍ پر مهال د وزارت منسوبینو د ښځو له شرعي چارو سره تړلې ۶۶ قضیو ته رسېدنه کړې چې ۲۲ د ظلم، ۱۵ د میراث، ۱۱ د جبري نکاح، شپږ د مهر اړوند، پنځه د نفقې نه ورکولو او اووه د طلاق قضیې پهکې شاملې دي.
د امر بالمعروف وزارت څرګنده کړې چې د دې اونۍ په اوږدو کې د وزارت کارکوونکي وتوانېدل چې په بېلابېلو ولایتونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ اته دښمنۍ او ۲۲ لویې او وړې شخړې حل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د وزارت محتسبینو په همدې اونۍ کې په تخار، بلخ، ننګرهار، هلمند، ارزګان، فاریاب، دایکندي، لوګر او سرپل ولایتونو کې ۱۲ کسان چې د جادوګرۍ په اړوندو فعالیتونو کې یې لاس درلود، پېژندلي او نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP