کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه ناسته کې د افغانستان د بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه بحث کړی؛ د ملګرو ملتونو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو استازو د ننګونو د حل پر اړتیا، د معیشت پروګرامونو پر ملاتړ او سیمهییزو همکاريو پر پياوړتیا ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان په اړه ناسته ترسره کړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست جورجټ ګینیون د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت د امنیت شورا د ۱۵ غړو غونډه کې ویلي: «څه باندې ۲۳ میلیون افغانان – یعنې څه باندې نیم نفوس – به په ۲۰۲۶ کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ د هغوی اړتیاوې د اندېښنې وړ او مخ پر ډېرېدو دي.»
هغه دغهراز ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو ځنډېدو څلورم کال روان دی او افغانستان یې له ښځینه ډاکټرانو، متشبثینو، ښوونکو او مشرانو بېبرخې کړی چې د نن او سبا لپاره خورا مهم دي.»
هغه زیاته کړې، د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ بندیز د هغوی له بشري حقونو سرغړونه ده او د سازمان د ماموریت پر وړاندې ستونزې جوړوي.
ګینیون ویلي چې د کوکنارو پر کښت د بندیز له لګېدو درې کاله تېرېږي، د کلیو عایدات ۴۸ سلنه کم شوي. هغه ویلي چې د دوحې د بهیر له لارې د بدیل معیشت لپاره عملیاتي پلان جوړ شوی، خو لا ډېرو مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا ده.
د هغه په وینا، سره له دې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ظاهراً ارام ښکاري، له پاکستان سره کړکېچ د ډیورنډ پر فرضي کرښه د شخړو، نښتو او مرګونو هوایي بریدونو لامل شوی دی.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږيکوونکي ټام فلیچر خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو پراخ کمښت افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ کړی او ۱۷.۴ میلیون کسان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
هغه ویلي چې پرلهپسې زلزلو، وچکالۍ او د اوبو کچې ټیټېدو د خلکو ژوند او بنسټیز خدمتونه نور هم زیانمن کړي دي.
د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو څرګندونې
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کونګ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې وویل چې افغانستان لا هم له پېچلو او سترو بشري ستونزو او د ترهګرۍ ضد مبارزې له ننګونو سره مخ دی او دغه وضعیت د افغانستان د حکومت او نړۍوالې ټولنې ګډ ځواب ته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د تعامل دوام تر هر بل وخت ډېر مهم دی او باید له اسلامي امارت سره تعامل او خبرې نورې هم پیاوړې شي څو د افغانستان په وضعیت کې غورهوالی راشي.
کونګ دغهراز زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت «باثباته» پاتې شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسيلي نبنزیا د افغانستان په اړه په یاده ناسته کې وویل چې روسیې تل د افغانستان د وضعیت پر بنسټ د واقعي او هر اړخیز دریځ پر نیولو چې پر عیني تحلیل او متوازنې ارزونې ولاړ وي، ټینګار کړی دی.
هغه د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په کتو او له اسلامي امارت سره د باور پر اساس له دوهګونو معیارونو پرته دقیقې خبرې اترې د نړۍوالې ټولنې د معنالرونکي او رغنده تعامل کلیدي عناصر وبلل.
نبنزیا دغهراز وویل، افغانستان به د هېوادونو له ټولیز او غیرسیاسي ملاتړ پرته په یوازې ځان له اوسني ناورینه د وتلو توان ونه لري.
د ملګرو ملتونو سازمان کې د هند استازي پرواتنني هریش د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې وویل چې هېواد یې تل د افغانستان د سولې او ثبات «کلک» ملاتړی پاتې شوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اړوند مهمو مسایلو کې سیمهییزه او نړۍواله همکاري حیاتي ارزښت لري او په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ښکېلو لورو سره اغېزناک تعامل ډېر ارزښت لري.
د هریش په وینا، د بشري مرستو وړاندې کول او د افغانستان د خلکو د وړتیاوو لوړول د هند له اصلي لومړیتوبونو دي او تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ پرمختیايي مشارکتي پروژې، په ځانګړې توګه د عامې روغتیا، زیربناوو او ظرفیت جوړونې برخو کې پلې شوې او دا همکارۍ به لا پراخې شي.
د امریکا متحده ایالتونو استازي ادعا کړې او ویلي یې دي: «طالبان نړۍوالو مرستو کې لاسوهنه کوي، د خلکو اړتیاوې له پامه غورځوي او نړۍوالو ژمنو ته توجه نه لري.»
هغه ویلي، که طالبان د یوناما د ماموریت ترسره کولو مانع شي، امنیت شورا باید د دغه ماموریت د «بیا تنظیم» په اړه تصمیم ونیسي.
د افغانستان استازي هم له امنیت شورا غوښتي چې د معیارونو پر بنسټ د نړۍوال تعامل یو همغږی چوکاټ تصویب او یوه مشروع حاکمیت ته د رسېدو لپاره د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل کړي او دغهراز، د ښځو او نجونو د حقونو موضوع دې د ټولو تعاملاتو محور وګرځوي.
ده ویلي چې د افغانستان خلکو هیلې له لاسه نه دي ورکړې؛ نړۍواله ټولنه هم باید هغوی یوازې پرې نه ږدي.
د سلوانیا د لومړي وزیر مرستیالې او د بهرنیو چارو وزیرې او د امنیت شورا مشرې تانیا فایون ویلي: «هغه اقدامات چې موږ یې ترسره کوو ـ یا یې نه ترسره کوو ـ د افغان ښځو او نجونو په ذهن کې به د نړۍوالې ټولنې په توګه زموږ یو تصویر جوړ کړي.»
د برېتانیا استازي وویل چې د دغه هېواد چارواکو په تېره اکټوبر میاشت کې کابل ته سفر کړی و څو اسلامي امارت د محدودیتونو لرې کولو ته وهڅوي.
هغه ویلي چې برېتانیا د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د حیاتي خدمتونو برابرولو په موخه ۲۰۱ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د افغانستان د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت مطابق تأمین دي.
د هغه په وینا: «اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي چې دا حقوق خلکو ته ورکړي؛ ځکه دا د خدای جل جلاله حکم دی»، «د یوې دندې او فریضې په توګه ترسره کېږي»، او «موږ په ډاډ وایو چې په افغانستان کې دا حقونه تامین دي.»
نوموړی زیاتوي، هغه بشري حقونه چې تعریف یې په بېلابېلو ټولنو او هېوادونو کې توپیر لري، افغانان پرې مکلف نه دي چې هغه د خپلو حقونو په توګه ومني.
د پاکستان استازي هم په دې غونډه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې «ترهګرې ډلې» فعالیت لري.
هغه دغهراز د افغانانو اوږده کوربهتوب ته په اشاره وویل، پاکستان باور لري چې افغانان باید په «باعزته او منظمه» توګه خپل هېواد ته ستانه شي.
د ایران استازي هم ویلي چې تهران «نشي کولای او نه به وکولای شي چې د څه باندې ۶ میلیون افغان کډوالو د کوربهتوب دروند بار په یوازې ځان وزغمي.»
د قزاقستان استازي هم خپلې سیمهییزې اندېښنې مطرح کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP