Language

ناپېژانده وسله‌والو کندهار کې یو دیني عالم په ډزو وژلی

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په شهید بازار سیمه کې ناپېژاندو کسانو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، ملا اسدالله جمشید، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دیني عالم تېره شپه د ماخوستن لمانځه وروسته، کور ته په لاره و، چې ویشتل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی او نورې پلټنې روانې دي.