کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د پاکستانیو وریجو، اوبلن کاز او سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د ډیزل او پټرول تېلو بیې ټیټې شوې دي
کابل ښار کې د خوارکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۸۰۰ نه ۳۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله، د کابل ښار په بازارونو کې د وریجو بیه لوړه شوې ده.
خو صافي وویل چې نن هم لکه تېره شنبه د ۴۹ کیلو قزاقي اوړو د پلور عمده بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلو قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۲۱۵۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۱۰۰ نه ۷۲۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۶۳۰ څخه ۵۶۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
نفتي توکي
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې د تېرې شبنې پر پرتله نن د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۵ نه ٦۲ افغانیو او د یو لېټر ډیزلو بیه له ۷۰ نه ٦۳ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو ټېټېدو له امله، د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغه بیه ټیټه شوې ده.
په همدې حال کې د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې یو دوکاندار محمدجان امین وایي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۲ نه ۵۴ افغانیو ته لوړې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په نړۍواله کچه د اوبلن ګاز د بیې لوړېدو له امله د کابل په بازارونو کې هم د هغه په بیه کې کموالی راغلی دی.
د سعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۵ مه د یوه ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۴۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۷ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP