پلعلم (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې یوې خصوصي راډیو د زدهکوونکو لپاره د «ښوونځي غږ» په نوم ښوونیز پروګرام پیل کړی دی.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي فیضالله جوهري نن په دغه ولایت کې په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې «مهال» راډیو د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره په همغږۍ د لوګر او میدانوردګو ولایتونو شاوخوا دوو زرو زدهکوونکو ته د راډیو له لارې د «ښوونځي غږ» په نوم د وړیا زدهکړو پروګرام پیل کړی دی.
نوموړي په لوګر کې د دې خصوصي راډیو له مسوولینو مننه وکړه چې زدهکوونکو ته یې د راډیو له لارې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د هغه په وینا، راډیو یوه اسانه او ارزانه وسیله ده چې ښځې او نارینه کولای شي په کم وخت کې په خپلو کورونو کې بېلابېلې زدهکړې ترلاسه کړي.
بلخوا، د مهال خصوصي راډیو د نشراتو مدیر سردارولي بهیج وویل چې دغه راډیو د لوګر، میدانوردګو، پکتیا او د کابل ځینو ولسوالیو شاوخوا دوو زرو زدهکوونکو ته د «ښوونځي غږ» په نوم د زدهکړو نوی فصل پرانیستی دی.
بهیج زیاته کړه چې په یاد پروګرام کې به د ښارونو، ولسوالیو او لرو پرتو کلیو زرګونه زدهکوونکي د قرانکریم تجوید، پښتو، دري او انګلیسي ژبې په وړیا توګه زده کړي.
همدارنګه د لوګر د زدهکړو برخې یوه فعال او دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج وویل چې مهال راډیو د هېواد په کچه د راډیو له لارې د زدهکړو یو نوښت پیل کړی او اړتیا ده چې د حکومت ترڅنګ نړۍوال بنسټونه هم د دغه نوښت ملاتړ وکړي.
نوموړي د لوګر، میدانوردګو، پکتیا او کابل ځینو ولسوالیو له اوسېدونکو وغوښتل چې د یادې رسنۍ له تعلیمي پروګرامونو ګټه واخلي او له زدهکړو پاتې خپل ماشومان او ځوانان زدهکړو ته وهڅوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP