کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابل ښار د برهکي څلورلارې هوایي پله جوړولو پروژې مسوول وایي چې د دغه پله د لاندې سړک جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې او له ګاډرونو او کانکریټ اچولو وروسته به ترافیکو ته په همدې لار د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د دغه پله جوړولو چارې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي هغه مهال پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې دغه پل به لاندې او پاس سړکونه ولري چې پاسنی سړک به یې دویم پروان له دهنباغ او لاندنی به یې د ترافیک څلورلارې د نادریې لېسې له ساحې سره وصل کړي.
د هغه په وینا، د دغه پُله جوړولو لګښت ۱،۵ میلیارد افغانۍ دی او ټاکل شوې چې د دوو کلونو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د برهکي څلورلارې د هوایي پله جوړولو پروژې امر عبیدالله الهام نن (شنبه، د لیندۍ ۲۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه پُله د لاندې سړک جوړولو کار ۶۰ سلنه بشپړ شوی او په راتلونکو درېیو یا څلورو ورځو کې به یې د کانکریټ اچولو کار پیل شي.
هغه زیاته کړه: «د پُله لاندې سړک جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې، د یوې خوا ګاډرونه ځای پر ځای شوي او په درېیو یا څلورو ورځو کې به یې د کانکرېټ اچولو چارې ترسره شي.»
نوموړی وایي، کله چې د ګاډرونو نصب او کانکریټ اچول بشپړ شي نو ترافیکو ته به له همدې لارې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او وروسته به د دې څلورلارې د مرکزي برخې د کیندنې کار پیل شي.
هغه دغهراز وویل چې ټاکل شوې وه چې د لاندې سړک جوړولو چارې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي خو دا چې ۶۰ سلنه کار یې ترسره شوی نو تمه ده چې له ټاکلي وخت مخکې بشپړ شي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی دروېش قادري د دغه پُله پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې کابل ښاروالي باید دا ډول پروژې د ښار په نورو سیمو کې هم عملي کړي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی علي دروېش د برهکي څلورلاره د کابل ښار یوه مزدحمه څلورلاره بولي او له ښاروالۍ غواړي چې د دغه پُله کار په چټکۍ او لوړ کیفیت سره بشپړ کړي.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی سیفالدین هم د دغه پُله پر جوړېدو خوښي څرګندوي او له حکومته غواړي چې دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP