Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان درې‌کسيزه لوبډله د ګلف په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه بنګله‌دېش ته ولاړه

کابل (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۱۴۰۴): د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وايي چې د هېواد  درې‌کسيزه لوبډله د ګلف ۲۰۲۵ کال اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه بنګله‌دېش ته ولاړه.

د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست په همکارۍ د ګلف فدراسيون درې‌کسيزه لوبډله د ۲۰۲۵ کال اماتور ۳۹ پړاو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه – چې د بنګله‌دېش د پلازمېنې ډاکا ښار د کورميتولا کلب کې ترسره کېږي – ياد هېواد ته روانه شوه.

سرچينه لیکي، په يادو سياليو کې د هېواد په استازولۍ د ګلف فدراسيون سکرټر جنرال احمد مرتضی حببيب‌يار د لوبډلې د مدیر، نوراحمد فاضل او حشمت‌الله سروري د لوبغاړو په توګه ګډون کوي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، چين، بوتان، نيپال، سرېلانکا، ټايلنډ، هندوستان، سوېلي کوريا، ويتنام، هانګ‌کانګ او کوربه بنګله‌دېش هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي چې د روانې ميلادي مياشتې په ۱۶مه پيلېږي او تر ۱۹مې به دوام ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.