Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هڅه، هیله او کار؛ د کابل ښار په ځینو رسټورانټونو کې پر کار د بوختو ښځو کیسې

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابل ښار په ځینو رسټورانټونو کې له مدیریته نیولې تر سروېس او صفاکارۍ پر کار بوختې یو شمېر نجونو او ښځو، نه یوازې مراجعینو ته یوه ارامه فضا او خوندي چاپېریال برابر کړی، بلکې د خپلو کورنیو لپاره د لګښتونو په پوره کولو کې هم مرسته کوي.

د یادولو ده، په کابل ښار کې ځینې رسټورانټونه د ښځو ځانګړې برخې هم لري چې خدمات یې هم د ښځو له لوري وړاندې کېږي او ځینې د ښځو ځانګړې رسټورانټونه هم شته چې کارکوونکي او مراجعین یې دواړه ښځې دي.

توبا سروري: هره ښځه کولای شي ځان ته په خپله د ژوند لاره وټاکي

۲۳ کلنې توبا سروري (مستعار نوم)، سره له دې چې له کورني مخالفتونو او ټولنیزو فشارونو سره مخ ده، درې میاشتې کېږي چې د کابل ښار په یوه رسټورانټ کې د ګارسونې په توګه کار کوي.

هغه چې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله یې په رسټورانټ کې کار کولو ته مخه کړې، وايي: «له همغه لومړیو مې کورنۍ په رسټورانټ کې زما له کار کولو سره مخالفه وه خو پر ټولو فشارونو سربېره مې تصمیم ونیو څو خپل کار ته دوام ورکړم؛ ځکه باور لرم چې هره ښځه کولای شي په خپلواکه توګه د خپل ژوند لاره تعقیب کړي.»

هغې مخکې هیله لرله چې خبریاله شي خو اقتصادي ستونزو یې د ژوند لاره بدله کړه. په همدې حال کې، په رسټورانټ کې کار کولو د هغې لپاره خوږې تجربې هم درلودې.

توبا په خندا سره د خپلې تر ټولو خوږې خاطرې یادونه کوي او وايي: «یوه ورځ یوې مېرمنې له ما ډېره مننه وکړه او انعام یې راکړ. دغه چلند یې واقعاً خوشحاله کړم.»

خو د هغې په خبره، ځینې مهال د مېلمنو له غیرمناسب چلند سره هم مخ شوې ده.

توبا د کاري ستونزو ترڅنګ له خپلې دندې خوند اخلي او له خلکو سره اړیکه د خپل کار د پیاوړتیا ټکې بولي او وايي: «کله چې نجونې او ښځې زموږ رسټورانټ ته راشي نو چې خندا کوي یو ښه احساس کوم، ټوله ستړیا مې لرې کېږي او په خوشحالۍ یې زه هم خوشحالېږم.»

هغه اوس غواړي د ځان لپاره ښه راتلونکی ولري او له نورو نجونو هم غوښتنه کوي چې: «کار کول شرم نه دی، بلکې ویاړ دی.»

دا یوازې توبا نه ده، بلکې نورو ښځو هم په دې برخه کې کار کولو ته مخه کړې ده او د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو حلولو لپاره هڅې کوي.

«کلبه هوسانه کابل»؛ هغه رسټوارنټ چې د یوې نجلۍ له لوري جوړ شوی دی

نیلوفر وهاب، هغه نجلۍ چې اوس هم د کډوالۍ له ستونزو ستړې ښکاري، د کابل ښار په قلعه ‌فتح‌الله سیمه کې د یوه رسټورانټ مالکه ده.

نیلوفر پژواک خبري اژانس ته وویل: «دوه کاله مخکې پاکستان ته ولاړو، هلته له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ وو، درې میاشتې مخکې کابل ته راغلو، له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو ډېره ځورېدم، فکر مې کاوه باید یو کار وکړم، سمدستي مې په لږو امکاناتو رسټورانټ ته پام شو څو په خپل لاس داسې یو کار برابر کړم چې له لارې یې حلاله روزي پیدا کړم، له ځان سره مې وویل، هوسانه خواړه ډېره ښه برابرولای شم.»

نیلوفر شاوخوا یوه میاشت مخکې په ۱۰۰ زره افغانۍ پانګونې د «کلبه هوسانه کابل» په نوم رسټورانټ جوړ کړ؛ چېرته چې منتو، اشک، بولاني او اش چمتو کېږي. نوموړې په دغه رسټورانټ کې له خپلې خور، مور او ورېندارې سره کار کوي؛ هغه خپلو ښځینه مراجعینو ته ډوډۍ ویشي او نارینه میلمنو ته یې د پلار له لوري خواړه وروړل کېږي.

نیلوفر هیله لري دغه کوچنی ځای یوه ورځ په لوی رسټورانټ بدل شي؛ داسې یو ځای چې نه یوازې د هغې، بلکې  ډېر شمېر نورو ښځو لپاره هم پکې د کار زمینه برابره شي.

هغه چې پخپله شرعي حجاب مراعاتوي، نورو ښځو ته په پیغام کې وايي: «ښځې او نجونې باید له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي. په ټولنه کې کار ستونزه نه لري، په دې شرط چې زموږ خویندې چې په هر ځای او هر مقام کې وي،  شرعي حجاب او افغاني کلتور رعایت کړي.»

هغه له خلکو غواړي چې ښځینه کارکوونکو ته درناوی ولري او ملاتړ یې وکړي څو دغه مېرمنې ځان او خپلې کورنۍ له اقتصادي ستونزو وژغورلای شي.

له بې‌کارۍ د رستورانت تر مدیریته؛ «بانوان» رستورانت کې د مهديه د مبارزې کیسه

۲۵ کلنه نجلۍ مهديه فایق (مستعار نوم) چې دشت‌برچي سیمه کې په یوه رسټورانت کې کار کوي، مخکې له دې یې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې یوه غیردولتي نهاد سره کار کاوه خو د امریکا متحده ایالاتو له لورې له ځینو بنسټونو او موسسو سره د مرستو له درېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او اړ شوه چې د نوي کار په لټه کې شي.

هغې وویل: «کورنۍ مې په رسټورانت کې زما له کار کولو سره مخالفه وه خو زما په اند کار کول عیب نه دی او ما هم باید د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره یوه لاره پیدا کړې وای څو باعزته ژوند ولرو.»

مهديې په پیل کې د ګارسونې په توګه کار پیل کړ؛ هغه دنده چې کورنۍ یې هېڅکله نه خوښوله خو د هغې هڅې او مهارتونه د دې لامل شول چې اوس د رسټورانت د مالي برخې د مسوولې په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

نوموړې چې اوس هم‌مهاله د انلاین سوداګرۍ زده‌کړه هم کوي، هیله لري چې یوه ورځ خپل کاروبار او خپل برانډ رامنځته کړي.

هغه په بېلابېلو برخو کې ښځو کارکول یوه اړتیا بولي او وايي: «په اوسنیو شرایطو کې د ښځو لپاره کار کول یوه اړتیا ده. ډېری کورنۍ سرپرست نه لري او د بې‌کارۍ کچه ډېره لوړه ده. هیله لرم چې خصوصي او صنعتي سکتور نجونو لپاره د کار ډېر فرصتونه برابر کړي.»

د یوه رستورانت مالکه سمیرا محمدي: له اسلامي امارته غواړم چې موږ سره مرسته وکړي

کابل کې د «بانوان افغانستان» رسټورانت مالکه سمیرا محمدي (مستعار نوم) وایي، د کار د تقاضا په ډېرېدو سره د حکومت او نهادونو ملاتړ ته اړتیا لري څو په بېلابېلو سیمو کې نورې څانګې هم پرانیزي.

هغې وویل: «انګېزه همدا وه چې ټول باید کار وکړي او مېرمنې پر خپلو پښو ودرېږي. د [بانوان افغانستان] رسټورانت د ښځو په برخه کې لومړنی رسټورانت دی چې نږدې پنځه کاله کېږي ما خپله جوړ کړی دی.»

نوموړې رسټورانټ کې د کار لپاره د ښځو د لېوالتیا د زیاتېدو په اړه وویل: «په اوسنیو شرایطو کې ښځې کار ته ډېره اړتیا لري. پخوا موږ خپله کارکوونکو پسې ګرځېدو خو اوس د کار غوښتنه ډېره لوړه شوې، ښځې راځي او د کار غوښتنه کوي او له بده‌مرغه موږ اوس کارمند نشو جذبولای خو هڅه کوو چې په بېلابېلو سیمو کې څانګې پرانیزو او له بنسټونو او حکومته غواړم چې زموږ ملاتړ وکړي.»

په یوه رسټورانټ کې صفاکاره ښځه: خوشحاله یم چې خپل اولادونه په حلاله روزۍ روزم

۴۵ کلنه بي‌بي شيرين (مستعار نوم) چې د کابل په شهرنو کې په یوه رستورانت کې د صفاکارې په توګه کار کوي وویل، لس کاله مخکې یې مېړه د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی او د څلورو اولادونو مسوولیت یې پر غاړه دی.

بي‌بي شيرين چې د خپلو اولادونو روزنې لپاره یې کله د خلکو په کورونو کې کار کاوه او کله یې په دولتي ادارو کې د صفاکارې په توګه دنده ترسره کوله، اوس د کابل په شهرنو کې کې په یوه رسټورانت کې د صفاکارې په توګه دنده ترسره کوي.

هغې وویل: «د سهار له اتو بجو د ماښام تر اتو بجو پورې کار کوم او دلته د ښځو د تشناب پاکولو مسوولیت لرم، میاشت کې ۱۲ زره افغانۍ معاش اخلم او ډېره خوشحاله یم چې خپل اولادونه مې په حلال رزق لوی کړي او هغوی ته مو دا ور زده کړي چې کار وکړي او حلاله روزي وګټي.»

د هغې په وینا، د دغه رسټورانت مراجعین له هغې سره ښه چلند کوي او هېڅکله یې د دې بې‌احترامي نه ده کړې.

په رسټورانټونو کې د ښځینه ګارسونانو له کار کولو د ښاریانو هرکلی

د کابل ښار یوه اوسېدونکې شفيقه (مستعار نوم) وایي: کله ناکله له خپلې کورنۍ یا ملګرو سره رستورانت ته تللې او د کابل ښار په رسټورانټونو کې یې ښځینه ګارسونانې لیدلي دي.

هغې زیاته کړه: «یوه ورځ زه د ګولایي دواخانې په سیمه کې نصیب رسټورانټ ته لاړم، هلته دوه ښځینه ګارسونانې وې، ما سفارش ورکړ، هغوی ډېره هڅه کوله چې خپله دنده ښه ترسره کړي، له ښځو سره یې مناسب چلند درلود.»

هغه چې په رسټورانټونو کې د ښځو شتون یو مثبت ګام بولي، زیاته یې کړه: «یوازې یوه ښځه کولی شي له ښځینه مراجعینو سره مرسته وکړي او په ټوله کې کله چې یوه ښځه رسټورانټ ته ننوځي د ښځینه ګارسونې په لېدو حتما ښه او د ارامتیا احساس کوي.»

هغې هیله څرګنده کړه چې په ټولو رسټورانټونو کې ښځینه ګارسونانې وګومارل شي، په دې کار سره له یوې خوا ښځو ته د کار زمینه برابریږي او له بلې خوا ښځینه مشتریانې هم د ارامتیا احساس کوي.

بلخوا، د کابل بله اوسېدونکې مروه چې د کارته‌نو په سیمه کې د ښځو ځانګړي رسټورانټ ته تللې وه، هم ورته تجربه لري او په رسټورانټونو کې د ښځینه ګارسونانو له ګومارلو خوښي څرګندوي.

مروې په نرمه موسکا وویل: «کله چې رسټورانټ ته لاړم ومې ولیدل چې ګارسونانې او مسوولانې یې ښځې دي، ډېر د ارامتیا او امنیت احساس مې وکړ… کله چې ووینې ښځې په ټولنه کې فعاله دي، دا د سکون احساس درکوي او دغه‌راز انسان ته انګیزه ورکوي، دا چې پوهېږې ښځې هم کولی شي په ټولنه کې کار او فعالیت ولري او خپل ځانګړی عاید ولري.»

د مروې په باور، له داسې ښځو باید ملاتړ وشي او وهڅول شي.

بلخوا، د کابل ښار بله اوسېدونکې بي‌بي شریفې وویل: «کله چې د کابل د [کلبه هوسانه] رسټورانټ ته راغلم، ومې ولیدل چې رسټورانټ ډېر پاک دی او پخلی د ښځو له لوري کېږي او میلمه‌پاله هم ښځه ده، ډېره خوشحاله شوم او د ارامتیا احساس مې وکړ.»

د اقتصادي چارو کارپوه: په رسټورانټونو کې د ښځو کار یو مثبت بدلون دی

د اقتصادي او ټولنیزو چارو کارپوهه مېرمن منګل وایي: «په وروستیو کلونو کې موږ په کابل ښار کې د ګارسوني په ګډون په خدماتي دندو کې د ښځو د حضور د ډېروالي شاهدان یو.»

هغه څرګندوي چې دغه پدیده له دوو اړخونو څېړلی شو: «لومړی، اقتصادي اړخ؛ ډېری ښځې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو او مالي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره د نویو کاري فرصتونو په لټه کې دي. دویم، ټولنیز اړخ؛ دغه شتون د ښځو د کار په اړه د ټولنې په نظر کې تدریجي بدلون ښيي.»

د هغې په باور، خلک باید له هغو ښځو ملاتړ وکړي چې د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په ټولنه کې کار کوي.

ورته مهال، د دیني چارو پوه قاضي محمدحسن حقیار پژواک ته وویل: «ښځه او نارینه دواړه د ژوند او د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ دي چې کار وکړي او حلال رزق پیدا کړي. د اسلام مبارک دین ښځه له کار کولو نه ده منعه کړې او کله چې چاپېریال خوندي او شرعي وي او ښځه شرعي حجاب مراعت کړي په ټولنه کې یې کار کول منع نه‌دي. که چاپېریال برابر وي، فساد نه‌وي او دا چې یوه ښځه کار کوي، دا ډېره ښه ده.»

حقیار د هېواد څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو ته په اشارې وایي: «زموږ هېواد د شهیدانو، معیوبینو او زیان‌منو خلکو هېواد دی، ډېرې کورنۍ سرپرست نه‌لري او ښځې اړ دي چې کار وکړي او که کار ونه کړي مجبوره کېږي سوال وکړي چې خیرات غوښتل یې انساني کرامت له منځه وړي، د ښځو کار کول د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې مثبت اغېز لري.»

د هغه په وینا، د اسلام په لومړیو کې هم ډېرې ښځې وې چې کار یې کاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.