Language

لغمان کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې ده

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې او له دغه ځایه یې یو شمېر لرغوني اثار هم ترلاسه کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي، یاده ساحه چې د الینګار ولسوالۍ د ساو درې په «سي‌تن» کلي کې کشف شوې، له میلاده مخکې دورې پورې اړه لري او په‌کې یوه د تیږو زینه، ۱۲ کوچنۍ کيندل شوې خونې او یو شمېر نور د معمارۍ لرغوني اثار پېژندل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په مشرۍ یو پلاوی یادې سیمې ته تللی او د سیمې د خلکو په همکارۍ یې د دې لرغونې سیمې د پېژندنې ترڅنګ یو شمېر تاریخي اثار هم کشف کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ورته نورې لرغونې سیمې موندلې او ډېر تاریخي اثار یې ترلاسه کړي دي.