زرنج (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د نیمروز په مرکز او ولسوالیو کې له څه باندې ۶۰۰ داخلي بېځایه شوو، راستنو شوو، معلولینو، کونډو او بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالله ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز او په خاشرود، چخانسور، کنګ او چهاربرجک ولسوالیو کې ۶۳۴ داخلي بېځایه شوو، راستنو شوو، معلولینو، کونډو او بېوزله کورنیو ته نغدي پیسې ووېشل شوې.
هغه زیاته کړه چې دا مرسته د افغانستان لپاره د ډنمارک کمېټې له لوري او د کډوالو او راستنېدونکو چارو او اقتصاد ریاستونو په همکارۍ ترسره شوې ده. د ده په وینا، هرې کورنۍ ته د هغو د غړو د شمېر له مخې له ۴۷۰۰ څخه تر ۱۱۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
ورته مهال، د مرستې ترلاسهکوونکو د کډوالو چارو ریاست له همکارۍ او پاملرنې خوښي څرګنده کړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP