Language

جرمني له افغانستان سره دوه میلیون یورو مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده.

اوچا نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي ‎چې دغه مرسته د ۲.۳۱ میلیون امریکایي ډالرو معادل ده.

دغه بنسټ له جرمني د دې مرستې له امله مننه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د یاد دفتر په خبره، دوامداره ملاتړ هغو خلکو ته هیله ورکوي چې ژوند یې د ټکانونو او ناڅاپي پېښو له امله ستونزمن شوی دی.

Related Topics