کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په پنځوس اوریزه اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایله.
د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ۵۰ اوریزه اسیام جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب د اته لوبډلو ترمنځ روانې دي.
د نننې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی د سریلانکا د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې توپوهنه ترسره کړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۵ منډې وکړی.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې عثمان سادات ۵۲، فیصل خان شینوزاده ۳۹، عزیزالله میاخېل ۳۱ او نصرت الله نورستاني ۲۹ منډې وکړي.
د سریلانکا د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۵۰م اور کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د دوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې نصرت الله نورستاني د سریلانکا لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړی لوبه بنګله دېش ته بایللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP