Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کلمبیا کې ترافیکي پېښه؛ د یوه ښوونځي ۱۷ زده‌کوونکي مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د کلمبیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې یوې درې ته د بس لوېدو پېښه کې د یوه ښوودنځي ۱۷ زده‌کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د کلمبیا د انتیوکیا ایالت والي اندرس خولیان پرون ماښام پر اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې دغه بس د «انتیوکنیو» لېسې د زده‌کوونکو د یوه تفریحي سفر له پای ته رسېدو وروسته د تولو له ساحلي ښاره مدلین ښار ته پر لاره و.

د هغه په خبره، له دې پېښې مخکې زده‌کوونکو په ریا ساحل کې د خپل فراغت مراسم نیولي وو.

د راپور پر بنسټ، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د انتیوکیا والي دغه پېښه د ټولې ټولنې لپاره یو ناورین یاد کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.