کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د المان د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی، د هغو افغانانو د بیامېشتېدو لپاره چې د دغه هېواد د منلو قانوني ژمنه لري، د دوسیو او الوتنو د څېړنې لړۍ چټکه شوې او د روان زېږدیز کال تر پایه په لومړیتوب کې دي.
د دویچهوله دري راپور له مخې، د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادهفول ویلي چې دغه هېواد غواړي هغه افغانان چې د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې، ولېږدوي څو ژر تر ژره المان ته ولاړ شي.
هغه زیاته کړې چې یاده موضوع اوس په لومړیتوب کې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د ځنډ رامنځته کېدو په صورت کې هغه افغانان چې په پاکستان کې په تمه دي، ښايي د راتلونکي کال په پیل کې له دغه هېواده وایستل شي.
مخکې له دې د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، سلګونه افغانان چې په المان کې یې د مېشتېدو ژمنه ترلاسه کړې وه، دغه هېواد ته به د تګ اجازه ترلاسه نه کړي.
د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې په راتلونکو ورځو کې به هغو افغانانو ته چې د لنډمهال پروګرام په لېست یا د بشري حقونو په لړلیک کې دي، خبر ورکړل شي چې نور د دوی د منلو لپاره هيڅ سیاسي لېوالتیا نشته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP