Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یوې ترافیکي پېښې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

غزني‌‌ښار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اب‌بند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنیه قومانداني وایي چې دغه پېښه پرون د دغه ولایت د اب‌بند ولسوالۍ اړوند په «سپین‌بند» سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په پېښه کې دواړو موټر چلوونکو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ښځې ټپیان شوې دي.

سرچینې لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.