Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): له «ګوزڼ څخه پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې نن د هېواد په ۱۳ ولایتونو او د کابل، بلخ او هرات ولایتونو په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

«له پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن دوشنبه په کندوز، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، اروزګان، کندهار او هلمند ولایتونو او دغه‌راز د کابل، بلخ او هرات په ځینو سیمو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

سرچینې لیکلي: «راځئ چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړو او یو خوندي افغانستان جوړ کړو.»

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ له خلکو هم غوښتي چې د دغه ویروس د بشپړ له‌منځه وړو لپاره په دغه کمپاین کې ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي تېره اونۍ په کابل کې د «پولیو د وضعیت او د رسنیو د رول په اړه معلوماتي غونډه» کې ویلي وو چې افغانستان او پاکستان هغه یوازېني هېوادونه دي چې لا هم د پولیو مثبتې پېښې په‌کې ثبتېږي او دغه ناروغي د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ دی او سږ کال په هېواد کې د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.