Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي

میدان‌ښار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د میدان‌وردګو د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د نرخ ولسوالۍ اړوند د «بادام» په سیمه کې د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپيان شوي دي.
اسرار وایي چې د پېښې ټپيان یې نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.
د یادونې ده، درې ورځي مخکې هم د نرخ ولسوالۍ اړوند د بادام په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.