Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشر: پر هر مسوول د اړوند مسوولیت زده کول او ځان پرې پوهول فرض عین دي

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشر له چارواکو غوښتي چې د خلکو چارې پر وخت تر سره کړي، د هغوی پر مخ دروازې ونه تړي، د شتمن او بېوزله ترمنځ توپیر ونه کړي او هغه چا ته چې کوم مسوولیت ورسپارل کېږي، د هغه زده کول او ځان پرې پوهول ورباندې فرض عین دي.

د اسلامي امارت ویاند، حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ا.ا مشرتابه شیخ هیبت‌الله اخوندزاده په کندهار ولایت کې د ګڼو وزارتونو د مسوولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او ویناوي کړې ده.

هغه چارواکو ته په خطاب کې ویلي: «کله چې مسؤلیت درته وسپارل شو، نو خپل صلاحیت وپیژنئ، تاسو هر یو مسؤل یاست، ستاسو رعیت پر تاسو څه حقوق لري او ستاسو څه حقوق دي دوی باندي، باید دا وپېژنئ، هر څوک چې په کوم کار مبتلا شي، نو زده کول او ځان پرې پوه کول ورباندې فرض عین دي، اختلاف ونه کړئ، یو د بل اطاعت وکړئ، د الله تعالی په دین باندي لاسونه ټینګ کړئ، یو د بل سره محبت وکړئ او یو د بل په کارونو کې کومک سره وکړئ، خلکو ته د خوشحالۍ زېري ورکوئ او نا امیده کوئ یې مه، او په نفرت کې یې مه اچوئ، رحم او شفقت پر کوئ، کارونه پر وخت او په اخلاص سره ورته اجرا کوئ، دروازې مه ورته بندوئ، د غریب او مالدار فرق مه کوئ، په خپل کار او خپل فیصلو کې شریعت ته ترجیح ورکړئ او په شریعت کې ځانته اختیار مه ورکوئ، یو بل ته تواصوا بالحق او تواصو بالصبر کوئ او په خپل منځ کې امرباالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، د خلکو د رهنمایي او هدایت ذریعه جوړ شئ، چې راتلونکي نسل ستاسو لار تعقیب کړي، غفلت مه کوئ او په غیر مقصودي شیانو او عبثیاتو ځانونه مه مشغول کوئ.»

ده ویلي، د خیر کسان هغه دي چې خلکو ته یې ګټه رسېږي.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د مسلمانانو د وکالت او استازولی مقام دی، د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي، خلکو ته به دین او شریعت ورښيي، د خلکو امنیت به ساتي، د یتیمانو، کونډو، غریبانو او بې‌سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.

د ده په وینا، د اسلامي امارت قوانین او فرامین د څو کسانو رایه نه ده، بلکې دا د الله تعالی دین او ټول اسلامي احکام دي چې خلک د الله تعالی دین ته رابولي.

د اسلامي امارت زعیم ویلي: «د اسلامي امارت فرمانونه په دوو برخو کې صادرېږي، یوه برخه یې د الله تعالی تعظیم او عبادت دی، چې لمونځ، روژې او په نورو عباداتو کې فرمانونه دي، او بله برخه فرمانونه یې د الله تعالی پر مخلوق باندې د رحم او شفقت لپاره دي، چې د خلکو، مهاجرینو، غریبانو، معلولینو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو، کونډو او معتادینو سره د مرستې او همکارۍ په اړه دي چې پر همدې بنیاد اسلامي امارت د خلکو سره د همکارۍ او د دوی د خدمت په موخه ادارې جوړي کړي دي.»

هغه په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت په لاره کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، دارالایتامونو، کار او ټولنیزو چارو وزارت، د افغاني سرې میاشتې ټولنې دندې یادې کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت په یوه فرمان کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته فوق‌العاده امر کړی چې د دوو اندامو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د مجردو شهیدانو کورنیو ته هم امتیاز ورکړي.

ده ویلي: «د بندیانو او محبوسینو په حق کې اسلامي امارت په ابتدا کې فرمان صادر کړی و چې بندیان به نه ځورول کېږي او نه به وهل کېږي، شکنجې به نه ورکول کېږي او د محکمې پرته به چاته سزا نه ورکول کېږي، ځکه چې دا اسلامي نظام دی او په اسلامي نظام کې د هر مسلمان عزت او وقار خوندي دی، اسلامي امارت د محبسونو رئیسانو ته امر کړی دی چې استادان ورته پیدا کړي او تعلیم ورته شروع کړي، بندیان پوه کړي او علم ورکړي، بنديخانې دوی ته د تعلیمي مراکزو په شکل جوړې کړي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند لیکلي: «په پای کې ټولو علماء کرامو او مسوولینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.