Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې

مهترلام (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د لغمان ولایت مقام وایي‌ چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د زیارت کلي ساحه کې د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې.

د لغمان ولایت د مقام د خبرپاڼې له مخې، دغه پُل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او نهه متره سور به ولري، د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د دې پروژې چارې د یوه کال په موده کې بشپړېږي او د پُل په جوړېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

د لغمان والي قاري بختیار معاذ د یاد پله د چارو د پیل مراسمو کې ویلي چې دا پروژه به په لوړ کیفیت، معیاري او اساسي ډول په ټاکلي وخت بشپړه شي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال په لغمان کې لسګونه پرمختیایي پروژې روانې دي چې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه هم په‌کې برابره شوې ده.

د یاد پله جوړوونکي شرکت مشر عبدالحلیم دراني ډاډ ورکړی چې د پُله رغنیزې چارې به د تخنیکي معیارونو مطابق په لوړ کیفیت ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.