Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لپاره پنځه میلیون یورو ځانګړي کړي

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): په کابل کې د اروپايي ټولنېاستازولۍ اعلان کړی چې «د افغانستان د خصوصي سکټوربرخې د تثبیت پروګرام» پلي کېدو لپاره یې له نړۍوال ماليشرکت (IFC) سره چې د نړۍوال بانک غړی دی، د پنځه میلیونیورو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

د اروپايي ټولنې استازولۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغهپروګرام په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د نړۍوال بانک ډلېد همکارۍ یوه نوې بېلګه ده چې د اقتصاد د تثبیت او په هېواد کېد خصوصي سکټور په مشرۍ د ټول‌ګډونې اقتصادي ودېپیاوړتیا له لارې د معیشتونو رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د خصوصي سکټور دتثبیت پروګرام به په کوچنیو او منځنیو شرکتونو کې د پانګونېزمینه برابره کړي، د کاري فرصتونو له رامنځته‌کوونکو به ملاتړوکړي او مالي خدمتونو ته به لاسرسی ښه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام به د ښځو، ځوانانو اوراستنېدونکو اقتصادي مشارکت ته ځانګړې پاملرنه ولري او لهخصوصي سکټور سره په نږدې همکارۍ به د کارموندنې اوسوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې، دغه پروګرام داسې جوړشوی چې د دې ټولنې له نورو مداخلو، په ځانګړي ډول د کلیواليپراختیا او کوچني مالي تامین برخه کې همغږی وي او دغه‌راز، دنړۍوال بانک د ډلې له راتلونکو نوښتونو سره به پیاوړی شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچپوهار ویلي: «دا نوښت د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره داروپايي ټولنې د هر اړخیزې همکارۍ یوه برخه ده؛ د افغانستانخصوصي سکټور پیاوړي کولو لپاره له بېړني بشري ځواب څخهنیولې تر اوږدمهاله تګلارې پورې

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، یاد پروګرام به له راتلونکېمیاشتې پیل شي، ۴۲ میاشتې به دوام وکړي او پر پنځو اساسيموخو به تمرکز ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.