کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان عامې روغتیا وزیر د روغتیایي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته روان شو.
د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د هند هېواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته ولاړ.
سرچینې زیاته کړې، دغه سفر چې د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره کېږي، څو ورځې به ادامه ولري.
خبرپاڼه کې راغلي، د سفر پر مهال به د عامې ورغتیا وزیر د هند له بېلا بېلو مسوولینو، په ځانګړې توګه د روغتیا له مسوولینو سره جلا کتنې ولري او په ځینې تنظیم شوو پروګرامونو کې به ګډون وکړي.
سرچینې دغه راز لیکلي چې جلالي به د افغان روغتیایي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینې برابرولو، افغانستان ته د معیاري درملو واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو مواردو اړوند مجالسونه هم ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP