Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر نن پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۳): ټاکل شوې نن د هند د کرکټ غوره‌لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر ترسره شي او ۱۰ افغان لوبغاړي هم بولۍ ته په‌کې وړاندې کېږي.

د هند د کرکټ غوره لیګ (IPL) د ۲۰۲۶ کال د نولسم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر نن د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، د یادو سیالیو لپاره به د ۱۰ افغان لوبغاړو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو او خپله له هنده شاوخوا ۳۵۹ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شي چې په دغو کې ۲۴۶ هندي او ۱۱۳ بهرني لوبغاړي شامل دي.

له افغانستانه د سږنۍ بولۍ لپاره رحمن‌الله ګربز، نوین‌الحق، مجیب‌الرحمن، فضل‌الحق فاروقي، ګلبدین نایب، وقار سلام‌خېل، صدیق‌الله اتل، قیس‌احمد، وحیدالله ځدراڼ او عرب‌ګل نوملړ ته وړاندې شوي دي.

په دغو سیالیو کې څلور نور افغان لوبغاړي له وړاندې له بېلابېلو لوبډلو سره قرارداد لري، راشدخان د ګوجرات ټایټنز، عظمت‌الله عمرزی د پنجاب کینګز، نوراحمد د چنای سوپر کینګز او الله‌محمد غنضفر د ممبی انډینز لوبډلو له ځان سره ساتلي او بولۍ ته نه وړاندې کېږي.

د یادونې ده، دا مهال یو شمېر افغان لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې په روانو نړۍوالو شل‌اوریزو سوداګریزو سیالیو کې هم لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.