Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران مولوي امیرخان متقي ته د سفر بلنه ورکړه

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د ایران د بهرنيو چارو وزير ځانګړي استازي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د ایراني سیال له لوري تهران ته سفر بلنې پیغام رسولی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي نن د ايران د بهرنيو چارو وزارت اسيايي رئيس او د بهرنيو چارو وزير استازي، محمد رضا بهرامي وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، بهرامي د هېواد د بهرنيو چارو وزير ته د ايراني سيال له خوا تهران ته د سفر بلنه ورسوله.
سرچینه زیاتوي چې بهرامي په تهران کې د ځانګړواستازو په کچه د وروستۍ ناستې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ چې هېواد ته يې افغانستان سره اړيکې پام وړ ارزښت لري او هيله لري چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه غړي په توګه د سيمه‌ييزو همکاريو په برخه کې رول ولري.
خبرپاڼه کې راغلي، مولوي امير خان متقي د افغانستان او ايران اړيکې مثبتې وګڼلې او د تهران د ناستې په تړاو يې د افغانستان اسلامي امارت دريځ بيان کړ.
متقي ویلي: «افغانستان اوس له مشکل حالت څخه راوتلی او د پرمختګ په لور چټک قدمونه اخلي اوس باید افغانستان ته د يوې «مسئلې» په توګه ونه کتل شي او د افغانستان بهرني سياست د اساسي اصولو په رڼا کې د سيمې له هېوادونو سره د فعالو او پر همکارۍ ولاړو اړيکو ملاتړ کوي.»
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دواړو لوريو دوې اړخيزې اړيکې مخ پر وده وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په ګڼو کچو کې د تماسونو پر دوام او د پلاوو تبادله مهم وبلل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.