Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نیپال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې په پنځوس اوریزه اسیا جام سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې د نیپال لوبډلې ته ماته ورکړه.

د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ۵۰ اوریزه اسیام جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په ګډون د اته لوبډلو ترمنځ روانې دي.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سریلانکا د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې توپ اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې د نیپال لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ۴۷م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډې وکړی.

د افغانستان له لوري په توپ‌اچونه کې زیت‌الله شاهین درې، عبدالعزیز خان، نصرت نورستاني او واحدالله ځدراڼ د نیپال لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۲۷م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او نیپال ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې عزیرالله خان ۶۱ منډې وکړی.

د یادونې  ده، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه بنګله دېش ته وبایلله، دویمه لوبه کې یې له سریلانکا ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې د مخکې تګ څخه پاتې شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.