Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومندانۍ وایي چې په دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله یوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ اړوند د بازار په سیمه کې رامنځته شوې، چې د یوه موټر د چپه کېدو له امله په کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، دویمه پېښه د غزني مرکز د روضې کلي ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې یوه موټر یوه مېرمن او یوه ماشومه انجلۍ ووهلې؛ په دې پېښه کې مېرمن ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړی او انجلۍ ټپي شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، درېیمه پېښه بیا د روضې کوتل ته څېرمه شوې، چې یو ماشوم په کې ټپي شوی دی.

د یادونې ده چې وړمه ورځ هم د غزني په آب‌بند ولسوالۍ کې د کابل–کندهار پر لویه لاره د «سپین‌بند» په سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.