Language

لغمان کې د ۲۱.۵ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه سوداګریز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

لغمان (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو ښارګوټي کې د ۲۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه درې‌ پوړیز سوداګریز او استوګنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د لغمان ولایت د مقام د خبرپاڼې له مخې، یاد سوداګریز مرکز به د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د یوه کال په موده کې جوړ شي او په بشپړېدو سره به سوداګرو ته د فعالیت مناسب فرصتونه برابر کړي.

سرچینه زیاتوي چې دغه سوداګریز مرکز په سرخکانو ښارګوټي کې د ۲۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.

د لغمان والي الحاج قاري بختیار معاذ د پروژې له پیل هرکلی کړی او د رغوونکي شرکت له مسؤلینو یې غوښتيذچې د کار چارې د منظورشوي پلان مطابق او پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ورته پراختیایي پروژو پلي کېدل د لغمان د اقتصادي ودې او خلکو ته د خدماتو د پراخېدو لامل ګرځي.