کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال کابل کې په یوه دیني مدرسه کې د دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي، «علما دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي» او خلکو ته دې د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د «جامعه فتح العلوم کابل» په مدرسه کې د دستاربندۍ په مراسمو کې کړې دي.
هغه ویلي، مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي.
نوموړي دغهراز ویلي، «علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي» او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي.
هغه زیاته کړې: «افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې ظهور وکړ، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.»
د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر د ټولنې د فکري اصلاح، د غیراسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د یادې مدرسې له فارغانو وغوښتل چې په خپل علم عمل وکړي، نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP