کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په روان ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې چې د تېر کال په پرتله دوه سلنه ډېروالی ښیي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې له ریموټ سنسنګ ټکنالوجۍ په استفادې او د سټلایټي انځورونو د تفسیر او تعبیر پر مټ په ۱۴۰۴ کال کې د وریجو د کښت ساحې تثبیت کړې دي.
سرچینه زیاتوي، دغه معلومات ښیي چې پر دې اساس په ټول هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې او د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې پر ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه وریجې کرل شوې دي چې د تېر کال په پرتله د وریجو د کښت ۴٫۶ سلنه زیاتوالی ښیي. د دغو ارقامو له مخې، کندوز ولایت تر ټولو زیات (۴۱ زره هکټاره) او سرپل تر ټولو کم (۱۳۸ هکټاره) د وریجو کښت درلود.
د خبرپاڼې له مخې، له بل لوري کندوز او تخار ولایتونه هر یو د ۱۱۶ زره مټریک ټنه، بغلان د څه باندې ۶۴ زره مټریک ټنه، ننګرهار د څه باندې ۴۰ زره مټریک ټنه، بلخ د ۲۴ زره مټریک ټنه او کونړ ولایت د څه باندې ۲۳ زره مټریک ټنه وریجو په تولید سره هغه ولایتونه دي چې په هېواد کې د وریجو ډېر تولید لري.
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د غذایي توکو، تخمونو او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۲۰ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده.
د یادولو ده، د احصایې او معلوماتو ملي اداره د وریجو کرلو له وخته د فصل تر اخیستو سټلایټي انځورونه د جغرافیایي معلوماتو په سيسټم کې تحلیل او تجزیه او ارقام یې وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP