کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړلکېدو، تر اوسه د پاکستان سوداګرۍ ته د ۴،۵ میلیارد امریکايي ډالر زیان اړولی دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان شاوخوا دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان حریم نقض کړ او د ډیورنډ کرښې ته نږدې یې بریدونه وکړل او له هغه وروسته افغان ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونه وکړل.
د پاکستان له لوري د لارو له تړلو وروسته، اسلامي امارت هم له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او له صنعتکارانو او سوداګرو یې وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلې سوداګریزې لارې وکاروي. افغان چارواکو ویلي، دا چې پاکستان په ځلونو سوداګریزې لارې تړلې او سوداګریز او بشري موضوعات یې د سیاسي موخو لپاره کارولي، نو اسلامي امارت هم اړ شو څو دغه پرېکړه وکړي.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې (PAJCCI) د یوې اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړلکېدو، د هر کال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت یو مهم سوداګریز دهلېز فلج کړی دی.
د سرچینې په خبره، د لارو له تړلکېدو مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه په کال کې شاوخوا ۲ تر ۳ میلیارد ډالرو وه او د اوچ په فصلونو کې – په ځانګړې توګه د کرنې او ودانیزو برخو کې – د پاکستان ورځني صادرات ۵۰ تر۶۰ میلیون ډالرو ته رسېدل چې سمنټ، بوره، مالټې، کچالو، درمل او د جراحي وسایل پهکې شامل وو.
سرچینې د اعلامیې په حواله زایاته کړې چې د سوداګرۍ اوسني ځنډ تر اوسه پاکستان ته څه باندې ۴.۵ میلیارد امریکايي ډالر زیان رسولی دی.
په راپور کې راغلي چې د دغه وضعیت د دوام په صورت کې به موسمي صادرات لکه مالټې او کچالو – چې د صادراتو وخت یې له ډسمبر تر مارچ پورې دی، له نږدې ۲۰۰ میلیون ډالر اضافي زیان سره مخ شي.
په راپور کې د سرچینې په حواله راغلي چې د سمنټو صنعت له هغو سکټورونو دی چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی، ځکه افغانستان د پاکستان د سمنټو د صادراتو لپاره یو له لویو بازارونو و او په ورته وخت کې، له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو بندېدو د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې د صنعتي تولیداتو لګښتونه لوړ کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د درملو او جراحي وسایلو سوداګري چې په کال کې به یې نږدې ۲۰۰ میلیون ډالر ارزښت درلود، په بشپړه توګه درېدلې چې دې چارې د پاکستان د درملو د تولید شرکتونو ته په لویه کچه زیان رسولی دی.
ډان ورځپاڼې د اعلامیې له مخې لیکلي چې د لارو د تړلکېدو له امله لسګونه زره کارګران بېکاره شوي، په افغانستان کې بزګران هم زیانمن شوي او څه باندې ۸ زره باروړونکي موټر په تورخم او چمن کې ایسار پاتې دي چې هره ورځ ډیمرج لګښتونه ورباندې راځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP