Language

په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې نږدې ۷۶۱ زره جریب ځمکه دولتي تثبیت شوې ده

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې نږدې ۷۶۱ زره جریب ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۴۷ هجري قمري کال له پیله راهیسې د سندونو او مدارکو له مخې امارتي تثبیت کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، یادې ځمکې په کابل او د هېواد په ۳۳ نورو ولایتونو کې موقعیت لري چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د رهبرۍ د پرېکړو پر اساس امارتي تثبیت شوې او پرېکړې یې د دغو ځمکو متصرفینو ته ابلاغ شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له یادې ډلې د نږدې ۲۹ زره جریب ځمکو دوسیې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون پر اساس د شرعي فیصلو په موخه، د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمو ته سپارل شوې او اوس په دغو محکمو کې تر کار لاندې دي.

دغه‌راز، په همدې موده کې د مرعي ځمکو (څرځایونه) د سروې او تشخیص پلاوی چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له خوا توظیف شوی، د بادغیس په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې له څلور میلیونه ۱۶۷ زره جریب ډېر عامه څرځایونه تشخیص او تثبیت کړي او د ځمکو په بانک کې یې ثبت او قید کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.