کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه چې له دې سره به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د قرغیزستان جمهوریت د یوه پلاوي د رسمي سفر په لړ کې، د قرغیزستان سوداګریزه خونه د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بیکیت صدیکوف او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د ځینو استازو او فعالانو په شتون کې په رسمي ډول په کابل کې پرانیستل شوه.
د یادونې ده، د قرغیزستان پلاوی پرون ماښام کابل ته راورسېد.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرۍ د یادې خونې پرانیستل د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او بنسټیزې کېدو پر لور یو مهم ګام دی او د همکارۍ پراخولو، د سوداګریزو معاملاتو ډېرېدو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په اړیکو کې د اسانتیا او ګډې پانګونې ته د هڅولو لار هواروي.
باید وویل شي چې په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه د مخکنیو هوکړهلیکونو پر بنسټ او قرغیزستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي د سفر په پایله کې جوه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP