کابل (پژواک، ٢٧ ليندي ١٤٠٤): د بيبيسي د حقیقت موندنې څانګې د یوې نوې څېړنې له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو ډېرو هېوادونو کې ژوند کوي او د ثبت شویو شمېر یې له شپږو میلیونو اوښتی دی.
سرچینې لیکلي چې دا شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د بېلابېلو هېوادونو د رسمي سرشمېرنو پر بنسټ راټولې شوې دي.
په دې څېړنه کې ویل شوي چې ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي.
په راپور کې راغلي چې په ایران کې نږدې دوه نیم میلیونه ثبت شوي افغانان مېشت دي، خو ایراني چارواکي وايي چې واقعي شمېر تر دې لوړ دی.
سرچینه زیاتوي چې ورپسې پاکستان دی چې شاوخوا یو میلیون او اووه سوه زره افغان کډوال په کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ننه او بهر د جبري بېځایه شویو او کډوالو افغانانو ټولیز شمېر تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد، خو په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د پنځه میلیونو څخه د زیاتو افغانانو د بېرته راستنېدو له امله دا شمېر راکم شوی دی.
راپور کې زیاته شوې چې اوس له کاناډا نیولې تر نیوزیلنډه نږدې دوه میلیونه افغانان په لوېدیځو هېوادونو کې ژوند کوي.
د راپور له مخې، په اروپا کې د افغان کډوالو تر ټولو لویه ټولنه په جرمني کې ده چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه یې شمېر ۴۶۱ زرو کسانو ته رسېدلی او ورپسې بریتانیا او فرانسه دي چې هر یوه کې نږدې دوه لکه افغانان مېشت دي.
سرچینه زیاتوي چې په ۱۹۸۰ کال کې په متحده ایالتونو کې یوازې څلور زره کسان وو، د شلمې پېړۍ تر پایه دا شمېر ۴۵ زرو ته ورسېد، دا شمیر د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې یو لک ۳۵ زرو ته رسېدلی و او له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله له یو لک ۹۰ زرو ډېر افغانان امریکا ته تللي دي.
په راپور کې راغلي چې کاناډا هم د افغان کډوالو له مهمو کوربه هېوادونو څخه دی.
سرچينې د دغه هېواد د حکومت د معلوماتو له مخې لیکلي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې له ۵۵ زرو ډېر افغانان کاناډا ته تللي وو او دا مهال په کاناډا کې د افغانانو ټولنه له ۱۵۴ زرو کسانو جوړه ده.
سرچینې د اسټرالیا د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو شمېر ۸۸ زره ۷۳۰ و چې په افغانستان کې زیږېدلي وو او په نیوزیلنډ کې د افغانانو شمېر نږدې پنځه زره ښودل شوی دی.
ترکیه د افغان کډوالو بل لوی کوربه هېواد دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکیې حکومت په ګډون مختلفې سرچینې اټکل کوي چې په دغه هېواد کې د بېسنده کډوالو په ګډون د افغانانو ټول نفوس د درې لکه او څلور لکه شل زرو ترمنځ دی.
په راپور کې راغلي چې تاجکستان هم په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د کډوالو ترټولو لوی کوربه دی، ازبیکستان کې ډېر افغانان یوازې “لنډمهاله اوسېدونکي” یا بېسنده کسان ګڼل کېږي او په روسیه کې د افغانانو شمېر تر یو لک ۵۰ زرو اټکل شوی دی.
د راپور له مخې، په ختیځه او سوېلي اسیا کې لږ شمېر افغانان ژوند کوي، په جاپان کې یې شمېر تر ۲۰۲۴ کال پورې شپږ زره ۶۳ تنو ته ورسېد، په سوېلي کوریا کې د افغانانو شمېر څو سوه دی او په مالیزیا کې تر ۲۰۲۵ کال پورې دوه زره ۷۷۰ ته رسېده.
راپور کې راغلي چې په سعودي عربستان کې د افغان سوداګرو ټولنې په ګډون نارسمي سرچینې په دغه هېواد کې د افغانانو شمېر نږدې درې لکه بولي، قطر کې د افغانانو شمېر له پنځو تر اوو زرو اټکل کېږي، په کویټ کې نږدې ۱۵ زره افغانان ژوند کوي او په بحرین، عمان او افریقایي هېوادونو کې د افغانانو شمېر لږ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) نن په یوه تازه راپور کې ویلي چې په روان میلادي کال کې ۲ً.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان هیوادونو بېرته هېوادته را ستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP