Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان امنیتي ځواکونو پر چینایي وګړو د وروستیو بریدونو په تړاو یو کس نیولی

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۴): سرچینې وایي، افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې د عملیاتو پرمهال په تاجکستان کې پر چینايي وګړو د وروستیو بریدونو د عاملینو اړوند یو پټنځای په نښه کړی چې په ترڅ کې یې یو مطلوب کس له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوی دی.

رویټرز د لېندۍ په لسمه راپور ورکړی و چې په دوو اونیو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې په دوو بریدونو کې پنځه چینایي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې د دوشنبې په ورځ د چین سفارت له خپلو وګړو غوښتي وو چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ له سرحدي سیمو ووځي.

سرچینو «المرصاد» ته ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې پر یوه پټنځای عملیات کړي دي؛ دا پټنځای د یو شمېر هغو کسانو اړوند دی چې د دغه ولایت د سرحدي سیمو له لارې په تاجکستان کې پر چینایي وګړو د ترسره شوو بریدونو په تړاو مشکوک بلل کېږي.

د سرچینو په وینا، د یادو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلو او نورو پوځي مهماتو سره یو ځای نیول شوی دی.

 سرچینې زیاتوي چې د یاد برید په تړاو د ځانګړو څېړنو پایلې او د نیول شوي کس لومړني اعترافات ښيي چې د دغه برید طرحه له افغانستان څخه بهر جوړه شوې وه.

د ویلو ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د لېندۍ په یوولسمه له خپل تاجکستاني سیال سره په تاجکستان کې د چینایي وګړو وژل کېدل او ټپي کېدل غندلي وو او ویلي یې وو چې ځینې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.