کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د ډېرو ځوانانو راتلونکی تحصیلي مزل د کانکور له برخلیک ټاکونکې ازموینې سره تړلی؛ یو شمېر ښوونکو هڅه کړې چې زدهکړې یوازې تر تدریس محدودې نه کړي، بلکې د ځوانانو د ژوند د بدلون لپاره یې وسیله وګرځوي. انجنیر احمدالدین مزمل هم یو له همدغو ښوونکو دی.
هغه چې د کاپیسا د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی وايي، په تېرو ۱۱ کلونو کې یې شاوخوا ۲۰ زره زدهکوونکو ته د ساینسي مضامینو او د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي برخه کې تدریس کړی او د افغانستان علمي ټولنې ته یې معرفي کړي دي.
انجنیر مزمل خپلې لومړنۍ زدهکړې د کابل په سیدالناصري عالي لېسه کې بشپړې کړې او د کابل پوليتخنیک پوهنتون له سېولي انجینري فارغ شوی. هغه د دې علمي پانګې په ملاتړ پرېکړه وکړه څو خپله پوهه او تجربې له هغو ځوانانو سره شریکې کړي چې لوړو زدهکړو ته د لار پیدا کولو په فکر کې دي. هغه د «مزمل ښوونیز مرکز» په جوړولو سره، د هېواد ځوانانو ته د ساینسي علومو د تدریس او د کانکور لپاره د چمتووالي یوه نوې لار پرانیستې ده.
هغه د دغه کورس له جوړولو مخکې په کابل کې په یوه خصوصي ښوونیز مرکز کې د ساینسي او کانکور مضامینو په تدریس بوخت و؛ هغه مرکز چې په وینا یې، د زدهکوونکو د اړتیاوو، ستونزو او ظرفیتونو د پېژندلو لپاره یې یو مهم فرصت برابر کړ.
هغه په دې اړه وویل: «ما د کورس له جوړولو مخکې په یوه خصوصي ښوونیز مرکز کې کانکور ته د چمتووالي تدریس کاوه او دا زما لپاره د زدهکوونکو د ستونزو، اړتیاوو او دغهراز د هغوی د وړتیاوو د درک کولو لپاره ډېر ښه فرصت و او له هماغې لارې مې وکولای شول څو زدهکوونکو ته له غوره ممکنه لارې د خدمت جوګه شم.»
انجنیر احمدالدین مزمل ښوونه او روزنه د ټولنې د بدلون او پرمختګ یوازېنۍ لار بولي او وايي، تل هڅه کوي چې خپل زدهکوونکي زیار او د علم زدهکړې ته وهڅوي څو د هيلو په درلودو سره د خپل روښانه راتلونکي لار خپله کړي.
هغه د ۱۳۹۳ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د خپل ښوونیز مرکز د بنسټ ډبره کېښوده او په خبره یې، دغه مرکز له ۱۱ کلونو پرلهپسې فعالیت وروسته، اوس په افغانستان کې د کانکور چمتووالي او ساینسي علومو د زدهکړو برخه کې پر یوه باوري مرکز بدل شوی دی.
احمدالدین مزمل د دغه مرکز له جوړېدو وروسته د ستونزو په اړه وايي: «په لومړیو کې له ستونزو سره مخ و، ډېرې هڅې مو وکړې او کړاوونه مو وګالل، خو دا چې بې له زحمته راحت نشته، هيڅکله ناهیلي نه شوو او دوام مو ورکړ. له نېکه مرغه په لنډ وخت کې مو وکولای شول په ټولنه کې خپل ځای پیدا کړو.»
هغه دغهراز زیاته کړه چې په تېرو ۱۱ کلونو کې یې په دغه ښوونیز مرکز کې نږدې ۲۰ زره زدهکوونکي د ساینسي مضامینو او کانکور ته د چمتووالي برخه کې روزلي او د افغانستان علمي ټولنې ته یې معرفي کړي دي.
انجنیر مزمل د هېواد د پرمختګ لپاره د زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل: «د هر هېواد د پرمختګ بنسټ زدهکړې دي. موږ تل هڅه کوو. کله چې زدهکوونکي موږ ته راځي، موږ ګورو چې علمي کچه یې ډېره ټیټه ده، خو په هماغو هڅو او هیلو سره چې موږ یې هغوی ته ورکوو او هغه زیار چې هغوی یې باسي، ښې پایلې ترلاسه کېږي.»
هغه وویل: «زه تل خپلو زدهکوونکو ته وایم، تر هغه چې زحمت ونه باسي، راحت نشته او څو چې شپه اخره نه شي، سهار نه راځي.»
هغه ټینګار وکړ چې یوه له مهمو موخو یې په زدهکوونکو کې د انګېزې پیدا کول دي، څو خپل راتلونکي ته هیلهمن شي. د هغه په خبره، دا هڅونه د اسلامي او انساني ارزښتونو له تدریس سره یوځای، د زدهکوونکو د شخصیتي ودې او په ټولنه کې د زدهکړو لپاره اغېزناکه ده. هغه زیاتوي چې که څه هم موخې ته رسېدل ستونزمن دي، خو په پرلهپسې کوښښ سره هڅه کوي په ټولنه کې مثبت رول ولوبوي.
ستونزې او لاستهراوړنې؛ سخته خو له انګېزې او هیلو ډکه لار
انجنیر احمدالدین مزمل په خپلو خبرو کې د ښوونیزو فعالیتونو پر وړاندې شته ننګونو ته هم اشاره وکړه ویې ویل: «زه تل خپلو زدهکوونکو ته وایم چې تاسو کله په دغه ټولګي کې کېنئ، هم به ګرمي زغمئ او هم یخني، ډېرې ستونزې به زغمئ. که څه هم خدای ج غفور او رحیم دی، څه چې کرئ هغه به ریبئ. تاسو چې کله په ټولګي کې یاست، درس ووایئ، زیار وباسئ او هڅه وکړئ.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د زدهکوونکو بریاوې ورته څومره د خوښۍ وړ دي؟ وویل: «کله چې وینم زما زدهکوونکي الحمدالله لاستهراوړنې لري، دومره درته ویلی شم چې ښايي هغه شېبه زه د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسان و اوسم او الحمدالله ښې لاستهراوړنې هم لرو.»
انجنیر احمدالدین مزمل دغهراز د امکاناتو کمښت، پر ځوانانو رواني فشارونه او د زدهکوونکو ټولنیزې او اقتصادي ستونزې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د دغو ننګونو سربېره هم د منظم پلان او هیلو په درلودو ځوانان توانېدلي له دغو ستونزو تېر شي.
هغه خپلو زدهکوونکو ته په خطاب وویل: «تل لوړ همت ولرئ، ځکه بریالي کسان د لوړ همت په وسیله ښو ځایونو ته رسېدلي» او ټینګار یې وکړ چې د ژوند په لاره کې انسان باید د ننګونو پر وړاندې پیاوړی و اوسي څو وده او پرمختګ وکړي.
نوموړي د ښوونې کیفیت د ښه کېدو لپاره د ۱۱ کلونو پرلهپسې هڅو ته په اشاره وویل چې ډېر ژر به په کابل کې یو خصوصي ښوونځی جوړ کړي او په راتلونکي کې هم اراده لري چې د راتلونکو نسلونو لپاره یو پوهنتون تاسیس کړي.
احمدالدین مزمل د خپلې دندې د ټاکلو په اړه وویل چې استادي «د انبیاوو مسلک» بولي او د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره د دې حرفې پر ارزښت ټینګار کوي. هغه له مشهور کتاب «انسان د معنا په لټه کې» څخه هم یادونه وکړه چې په کې راغلي: «هغه استادان چې په نړۍ کې تدریس کوي، د هغوی تر ټولو مهمه دنده خلکو ته د انسانیت ښودل دي.» مزمل د دې خبرې په تایید وویل: «له همدې امله مې د استادۍ لاره وټاکله څو وکولای شم ټولنې ته لا ښه خدمت وکړم.»
احمدالدین مزمل زیاته کړه چې د معلمۍ د لارې په غوره کولو غواړي د خپل مرحوم پلار لار تعقیب کړي؛ هغه پلار چې خپله هم ښوونکی و. هغه ټینګار وکړ چې موخه یې یوازې تدریس نه دی، بلکې هڅه کوي چې زدهکوونکي د علم ترڅنګ دین، اخلاق او انساني ارزښتونه هم زده کړي. له همدې امله مزمل د «د ژوند جوړوونکي» تر سرلیک لاندې یو شمېر سیمینارونه هم جوړ کړي او هڅه کوي زدهکوونکو ته وښيي چې د ژوند اصلي لاره او موخه څه دي او څنګه کولای شي خپل راتلونکی جوړ کړي.
نوموړي هغو کسانو ته چې غواړي د استادۍ لاره وټاکي، سپارښتنه وکړه چې په دغه مسلک کې بریالیتوب ژمنتیا، رښتینولي، صبر او پرلهپسې هڅې ته اړتیا لري. مزمل زیاته کړه، استادي یو داسې مسلک دی چې اخلاص او رښتینې لېوالتیا ته اړتیا لري او څوک چې دغه لاره غوره کوي، باید په هیلهمن زړه او قوي ارادې سره د راتلونکي نسل د ښوونې او روزنې لپاره هڅه وکړي.
د هغه په وینا، هر څومره چې ستونزې او ننګونې لویې وي، انسان باید ناهیلی نه شي؛ ځکه انسان په پیاوړې ارادې سره کولای شي پر هر خنډ بریالی شي.
د زدهکوونکو هیلې او پیغامونه
د یاد ښوونیز مرکز د کانکور د چمتووالي ټولګي یوه زدهکوونکي فایض کریمي د پژواک له خبریال سره په خبرو کې د خپلې هیلې په اړه وویل چې له تېر کال راهیسې په دغه مرکز کې د کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره د اړوند مضامینو په زدهکړه بوخت دی.
کریمي وايي، موخه یې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي ته بریالي کېدل دي او ټینګار یې وکړ چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به له هيڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.
کریمي دغهراز خپل ښوونکی «خواخوږی او د زدهکوونکو پر حال اندېښمن انسان» یاد کړ او ویې ویل چې نوموړی له خپل کار سره ډېره لېوالتیا لري او تل د زدهکوونکو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په همدې لړ کې د دغه ښوونیز مرکز د کانکور د چمتووالي ټولګي یوه بل زدهکوونکي بهزاد وویل، بریا ته د رسېدو لپاره هر انسان ته اړتیا ده چې د تجربهلرونکو او بریالیو ښوونکو تر لارښوونې لاندې زدهکړې وکړي.
هغه چې غواړي د کابل پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي ته بریالی شي، ځوانانو ته پیغام لري وايي: «که غواړئ د بریا لوړو څوکو ته ورسېږئ، باید درس او تعلیم ته ارزښت ورکړئ او هيڅکله مه ناهیلي کېږئ.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP